د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو
۱۴۴۷/۶/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.
محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په رسمي ډول د هغه تفصیلي ښاري پلان منظور او لاسلیک کړ چې له مخې به یې د خوست ولایت په مرکز ـ صحرا باغ سیمه کې د مهاجرو کورنیو لپاره یو پراخ، معیاري او منظم ښارګوټی جوړ شي.
د اسکان دایمي کمېټې منشي محترم انجنیر فهیم الله زکریا وایي، یاد ښارګوټی په مجموعي توګه ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې د سیمهییزو اړتیاوو، ښاري معیارونو او د پاکې او سالمې استوګنې د اصولو پر بنسټ طرحه شوی دی.
نوموړی وایي، یاد ښارګوټي کې ۱۴۷۵ استوګنیزې نمرې په مختلفو کټګوریو وېشل شوې، ترڅو د کورنیو اړتیاوو ته په بېلابېلو ابعادو کې ځواب ووايي.
د ښوونځیو، کلینیکونو، جوماتونو، مارکېټونو، د لویو او فرعي سړکونو، پارکونو، د عامه خدماتو مرکزونو او نورو ټولنیزو تاسیساتو لپاره ځانګړې ساحې مشخصې شوې دي.
په پروژه کې د چاپېریال ساتنې اصول، د اوبو رسولو سیستم، فاضلابي شبکه او نور بنسټیزې ښاري زېربناوې په معیاري شکل طرحه شوي دي.
دا پروژه نه یوازې د سرپناه ستونزې حلوي، بلکې د خوست ولایت د ښاري پراختیا یو نوی باب هم پرانیزي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني تمه لري، چې د دې ښارګوټي جوړېدل به په خوست ولایت کې د بېسرپناه مهاجرو کورنیو لپاره دایمي سرپناه برابره کړي، د هغوی اقتصادي، ټولنیز او انساني وضعیت به ورسره د پام وړ ښه شي، او د غیرمنظمې پراختیا مخنیوی به وشي.
