په بلخ او کندهار ولایتونو کې د صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې لابراتوارونو پروژې و ارزول شوې
۱۴۴۷/۰۶/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال، الحاج محمد ارسلاح خروټي، د بلخ او کندهار ولایتونو د صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې لابراتوارونو د تعمیرونو د جوړولو پروژې اړوند د ترسره شوو چارو ارزونه وکړه.
محترم مرستیال د تدارکاتو او د پروژو چارو د انسجام ریاست مسؤلین ورغوښتي وو، چې د لابراتوارونو د ودانیو د جوړولو اړوند د پروژو پر چارو، راتلونکو ګامونو، شته ستونزو او اړوندو انوایسونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې شي.
یادو ریاستونو د پروژو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل، او د هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د یادو پروژو په تړاو یو مفصل کاري راپور ترتیب او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته وسپارل شي، څو د اړوندو چارو څارنه وشي او په راتلونکي کې لازم تصامیم ونیول شي.
د صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې لابراتوارونه د روغتیايي خدمتونو د معیاري کېدو او د خلکو د روغتیا د ساتنې لپاره بنسټیز اهمیت لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د دغو لابراتوارونو ودانۍ د ټاکل شویو معیارونو مطابق او پر وخت بشپړې کړي، څو د فعالیت لپاره چمتو شي.
