په بامیان کې څه باندې ۲۲۰ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۹:۵۸
بامیان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې  دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د دې ولایت اړوندو سېمو په ۲۰۹ قطعو کې ۲۲۰۳۱۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۴۱۶۶۴ جریبه سپینه دولتي ځمکه او ۷۸۶۴۹ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او مختلفو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، په هېواد کې ۶ مېلیونه ۶۲۸ زره او ۱۶۴ جریبه ځمکه او دولتي ملکیتونه چې په ۶۸۰۲ قطعي کېږي، سروې او ثبت کړی او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

د الشفاء روغتون د ودانیزې پروژې د دویمې برخې د چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د دوامدارې تخنیکي څارنې په لړ کې د کابل ښار د صدارت څلورلارې په سیمه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۹
Background image

د لابراتوار ریاست له لوري د بېلابېلو ودانیزو او زیربنایي پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول، ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت