پارون کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه پیل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۵۳
نورستان

۱۴۴۷/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د نورستان ولايت د کور او ښار جوړولو رياست د محترم رئیس مولوي رحیم الله برهاني په لارښوونه او همکارۍ د دغه ریاست تخنیکي ټیم د مرکز پارون ښار له لومړۍ ناحیې څخه څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د څارنې پر مهال ثابته شوه چې د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې يو کس غو ښتل چې په شنه ساحه کې تجارتي ودانۍ جوړه کړي.

نوموړی وایي، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیم د یاد اقدام مخنیوی وکړ او مربوطه کس ته وویل شول، چې ساحه په پلان کې شنه ده او دوهم دا چې یوې مهمې دولتي ادارې ته مخامخ وه.

دوی زیاتوي، اړوند کس ته لارښوونه وشوه چې خپلې چارې دې د نورستان ولایت لپاره د جوړ شوي پلان مطابق پر مخ یوسي، تر څو د ښاري نظم او چاپېريال ګډوډ نه شي.

نورستان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست ژمن دی چې هېچاته به د پلان خلاف د عمل کولو اجازه ورنه کړي او له ټولو غواړي چې ښاري پلانونو ته وفادار پاتې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت