هلمند کې د یو روغتیایي کلېنیک له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۱:۴۱
picture

۱۴۴۵/۰۷/۱۶

هلمند کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي سید نېک محمد معتصم وایي، له خپل مسلکي ټیم سره یې په ګډه د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یو روغتیایي کلېنیک له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

مولوي سید نېک محمد معتصم وایي، د همدې ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې یې د ولسوالۍ له اداري تعمیر له رغنیزو چارو هم څارنه وکړه.

د معلوماتو له مخې، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې روغتیایی کلېنیک د ملګرو ملتونو د (یو، این، ایچ، سي، آر) څانګې په مالي ملاتړ جوړېږي، چې د کیفیت او چارو چټکتیا په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د ښاغلي معتصم په خبره، د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د اداري تعمیر لګښت بیا د ا.ا.ا د کورنیو چارو محترم وزارت له لوري ورکول کېږي، چې رغنیزې چارې یې تر یو بریده رسېدلي هم دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې له رغنیزو پروژو د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه څارنه کوي او د اړتیا په مهال مسؤلینو او قراردادي شرکتونو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت