میدان وردګ ولایت کې د کډوالو بلاکونو د پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۹/۸
میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري؛ د کارونو د چټکتیا او کیفیت ټینګار په موخه د کډوالو بلاکونو د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه.
د ګډ پلاوي له لوري د کډوالو بلاکونو د پروژې له روانو ودانیزو چارو څخه څارنه کې د کارونو د پرمختګ ارزونه، د انجنيرۍ معیارونو رعایت او د تطبیق بهیر له نږدې و ارزول شو.
د پروژې ساحه د ودانیزو چارو د پرمخ وړلو لپاره بشپړه چمتو وه او په ساحه کې د قراردادي شرکت مسؤلین موجود وو.
د ګډ پلاوي له لوري قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د پروژې کارونو ته لا زیات سرعت ورکړي او د تطبیق په بهیر کې د انجنيري اصولو، د موادو د کیفیت کنټرول او اړوندو تخنیکي معیارونو مراعات ته جدي پاملرنه وکړي.
