محترم محمود کرزی: ټول کارکوونکي دې برېښنايي پېژندپاڼه واخلي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۰ - ۱۲:۱۳
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی په دې وزارت کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سیار ټیم چارې له نږدې وکتلې او لارښوونه یې وکړه چې د یاد وزارت ټول کارکوونکي دي باید د برېښنايي پېژندپاڼو د اخېستلو لپاره نوم لیکنه وکړي او په دې ملي پروسه کې برخه واخلي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د برېښنايي پېژندپاڼې په اخیستلو د ټینګار تر څنګ، په اوسنیو شرایطو کې د چارو د لا ښه سمبالښت او په ملي پروسو کې د روڼتیا په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستل خورا اړین وبلل.

محترم محمود کرزی د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سیار ټیم له نه ستړې کېدوونکو هلو ځلو مننه وکړه او د یاد ټیم څخه یې وغوښتل ترڅو دغه پروسه ژر تر ژره په دې وزارت کې پای ته ورسوي.

د یادولو ده چې په دې کتنه کې ښاغلی محمد غوث غوثي د وزارت د دفتر رئیس او د بېلابېلو برخو مسوولینو له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر سره ملتیا کوله.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په میدان وردک کې د اداري کمپلکس توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردک کې د اداري کمپلکس لپاره (۱۶۳) جریبه ځمګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغه کمېټې ناسته وکړه، چې په ترکیب کې یې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې،. . .

BACK TO NEWS