محترم محمود کرزی: د کابل نوي ښار په جوړېدو کې د خلکو ګټې موږ ته لومړیتوب لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۵:۵۱
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د ده سبز ولسوالی له مشرانو او استازو سره وکتل او د کابل نوي ښار د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په سر کې، د ده سبز ولسوالی مشرانو او استازو د نوي کابل ښار د جوړولو په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر له ځانګړې پاملرنې او رېښتینو هڅو ستاینه وکړه و ټینګار یې وکړ چې د دې نوي ښار په جوړېدو سره به د محمود کرزي نوم په زرین خط د هېواد په تاریخ کې ولیکل شي. دوی زیاته کړه چې د کابل نوي ښار جوړېدل به د خلکو په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې پام بدلون رامنځته کړي او د یاد وزارت له مشرتابه څخه د دې پروژې د ژر پیل غوښتنه وکړه.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د کابل نوي ښار احداث یې د دې وزارت له مهمو او لویو انکشافي پروژو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې پروژې د ښه تطبیق لپاره د خلکو ملاتړ او همغږۍ ته اړتیا ده.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د چارو د ښه تنظیم او د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره د ده سبز ولسوالی له استازو څخه وغوښتل چې د ده سبز د زمیندارانو شورا چې په هغه کې د یادې ولسوالی د ټولو قومونو استازي په کې شتون ولري په رسمي توګه رامنځته کړي.

محترم محمود کرزی د کابل نوی ښار جوړېدل یې د ده سبز ولسوالی اوسېدونکو ته د اقتصادي او کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دې پروژې په تطبیق سره به هیڅ څوک زیانمن نشي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر وویل چې خلکو سره په تفاهم به د استوګنیزو نمرو قیمت وټاکل شي او ژمنه یې وکړه چې د کابل نوی ښار به ټولو استوګنیزو امکاناتو ته په کتو په مډرن ډول جوړ شی. 

د دې کتنې په لړ کې، محترم محمود کرزي وویل چې د کابل نوي ښار جوړېدو لپاره د مالکیت حق تثبیت او د ځمکو تصفیه اساسي شرط دی او د خلکو له استازو څخه یې وغوښتل چې په دې تړاو له یاد وزارت سره پوره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه چې د عامه تاسیساتو لکه جوماتونو، ښونځیو، پوهنتونونو، کلینیکونو، روغتونونو او نورو عامه تاسیساتو د جوړېدو لپاره به ځمکه په وړیا توګه ځانګړی شي.

د غونډې په پای کې، محترم محمود کرزی، د ده سبز ولسوالی د خلکو له استازو سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له دې سره به د نوي کابل ښار د جوړېدو چارې په سمه توګه تنظیم شي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ ورځ 13 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست  اړوند تخنیکي ټیم د ایبک ښار د ترانسپورټ ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د جوړېدو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۰
Background image

په سمنګان کې د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو کارونه ۸۵ سلنه بشپړ شوي

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو له روانو چارو څخه د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري کلینیک ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري روغتیایي کلینیک د جوړېدو له پروژې څخه. . .

BACK TO NEWS