محترم محمد جواد پیکار: کندهار کې د دهلې بند انکشاف لپاره د تصفیې په برخه کې را ولاړو شویو خندونو ته رسېدنه کیږي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۲:۱۶
کندهار

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار، د کرنې او پراختیا په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار، محترم عبدالحمید هلمندي، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محترم خان محمد تکل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو سره په کتنه کې، د کندهار د دهلې بند د اړوندو ساحو د تصفیې په تړاو د اجتماعي ستونزو د حل په موخه غونډه وکړه.

په لومړي سر کې محترم عبدالحمید هلمندي او محترم خان محمد تکل د یاد بند په تړاو د ترسره شویو فعالیتونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د سیمې خلک د بند د اړوندو ساحو د تصفیې اجازه نه ورکوي او د بدیل غوښتونکي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د دغې ټولنیزې ستونزې هواري په موخه لازمه ده چې د سیمې د خلکو له استازیو سره د تصفیې د چارو ترسره کولو په موخه دې هوکړه‌لیک لاسلیک شي.

د محترم محمد جواد پیکار په وینا اړتیا ده چې په دې هوکړه‌لیک د ولس په ګډون د ټولو خواوو دندې او مکلفیتونه واضح شي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د دغې ارزښتناکې پروژې لپاره دې د عمل پلان هم جوړ شي، څو ټول کارونه د مهال وېش پر اساس پر مخ ولاړ شي.

د یادونې ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د دهلې بند د تصفیې چارې پر مخ وړي چې پر مټ به یې یاد بند د پراختیا په موندلو سربېره، زیاته برخه ځمکه خړوبه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا بهیر چټک شوی؛ زیربنایي چارې شپه او ورځ دوام لري

۱۴۴۸/۴/۱۸

د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د بنسټیزو زیربنایي پروژو عملي چارې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د پروژو د چارو د ژر بشپړېدو په موخه ساختماني فعالیتونه د شپې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۵
Background image

په ټول هېواد کې له ۷۳ زرو ډېرو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۹
Background image

د میدان وردګ د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک کړ.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت