محترم محمد جواد پيکار: د ټاپي پروژې په مسير کې د ۱۲،۶ کيلو مترو د مالکيت حق تثبيتول، د يادې پروژې په تطبيق کې ستر ګام دی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۹:۱۶
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار د ځمکوالۍ چارو معين او د مرکز يو شمېر رئيسانو په شتون کې د (TPCL) کمپنۍ له اجرائيوي رئيس محترم محمد مراد امانوف سره د ټاپي قانون او د مالکيت حق د تثبيت چارو پر چټکوالي، استملاک، ارزښت‌ټاکنې او د نل‌ليکې په دواړو خواوو کې پر خونديتوب هر اړخيز بحث وکړ.

په لومړي سر کې محترم محمد مراد امانوف په ټاپي پروژه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست ځانګړی ملاتړ او همکاري وستايله او د نل‌ليکې د شاوخوا سيمو د خونديتوب په برخه کې يې یو لړ وړانديزونه هم وکړل.

ورپسې محترم محمد جواد پيکار وويل چې د نل‌ليکې د دواړو خواوو خونديتوب او چاپېريال ته يې د زيان مخنيوی؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زياته کړه چې دې وزارت د (TPCL) کمپنۍ، عدليي وزارت او د کانونو او پټروليم وزارت په نږدې همکارۍ د ټاپي پروژې لپاره يو ځانګړی قانون ترتيب کړی دی.

محترم محمد جواد پيکار نړيوالو معيارونو ته په اشارې د پاليسۍ او پلان رياست ته لارښوونه وکړه چې د ټاپي قانون په ۲۵مه ماده کې دا ډول تعديل راوړي: « د سيمې د خونديتوب او د چاپېريال ساتنې لپاره د نل‌ليکې په شاوخوا کې تر ۲۰۰ مترو پورې د ودانيو جوړولو ته اجازه نشته، خو د کښت او کرنې لپاره ترې استفاده کېدای شي»

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زياته کړه چې د ټاپي ځانګړی قانون نهايي شوی او له ذيربطو دولتي ادارو سره له شريکولو وروسته به کابينې ته د تصويب او وروسته به ولسي جرګې ته د منظورۍ په موخه واستول شي.

محترم محمد جواد پيکار روښانه کړه چې د جلالتماب جمهور رئيس د لرليد په اساس به د ټاپي مسير پر لوی ترانزيټي او اقتصادي دهليز بدل شي او مرکزي اسيا به له سويلي اسيا سره ونښلوي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په پای کې وويل چې د مالکيت حق د تثبيت لړۍ د هرات ولايت د کشک رباط سنګي له ولسوالۍ او د ترکمنستان له پولې پيل شوې او تر اوسه په دې ولايت کې له ديرشو کليومترو له ډلې يې د ‍۱۲،۶ کيلو مترو د مالکيت حق تثبيت شوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت