لوگر ولایت کې د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د اداري تعمیر پاتې چارې پیلېږي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۹:۵۰
logar

۱۴۴۶/۰۸/۱۲

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، په دغه ولایت کې د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د اداري تعمیر ځینې چارې په تېر وخت کې ترسره شوي، خو نیمګړی پاتې و.

ښاغلی مولوي زاهد وایي، د یاد اداري تعمیر پاتې دېرش سلنه (۳۰٪) چارې یې اوس پیلېږي، چې په تړاو یې له یو خصوصي شرکت سره تړون هم شوی دی.

نوموړی وایي، تمه ده چې دغه پاتې دېرش سلنه چارې به د (1404) د دوهمې میاشتې تر پایه سرته ورسېږي او له هغې وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

له دغه چارو د نظارت او څارنې بهیر به هم په لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست کوي او هڅې به کوي چې چارې د پلان او منل شوې نقشې مطابق سرته ورسېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي پروژو طرحه او ډیزاین کوي، تطبیق ته یې ورکوي او له پلي کېدا یې څارنه او نظارت هم کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت