لوګر کې ۸۵۰۸ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۷:۴۰
لوګر

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې د لوګر ولایت په مربوطاتو کې ۸۵۰۸ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت او سروې کړي دي.

د دې پروسې له پرمختګ سره؛ د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د ثبت شمېر ۲۲۲۵۹۱ جریب ځمکو ته ورسېد.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۳۱
Background image

د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د لیسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د لیسې د ودانیزې ساحې توپوګرافي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۴۳
Background image

د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې د بلاکونو چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۵

کابل کې د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې د بلاکونو ودانیزې چارې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د هر اړخیزو هڅو له امله بیا پیل او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت