له کابل تللي هیئت د شهرنو ښارګوټي د ودانیزو چارو د څرنګوالي په اړه د ساختماني شرکت له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۹:۳۳
.

۱۴۴۶/۰۲/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ بلخ ولایت ته تللي هیئت، چې په ترکیب کې یې محترم مشاور شیخ شېراغا رشیدي، د امیرالمؤمنین حفظه الله د احکامو او فرامینو د تعقیب او څار لوی ریاست د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عمومي رئیس محترم مفتي صفي الرحمن خالد، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د مجدد اسکان د استملاک او قبالو محترم عمومي رئیس مولوي عبدالعلي عمري او د کورنیو چارو وزارت د اداري واحدونو محترم رئیس مولوي محمد اسلم شریفي شامل دي، په بلخ ولایت کې یې د شهرنو په نوم د ښارګوټي د ودانیزو چارو د څرنګوالي او د ځمکو په تړاو د حقوقي ستونزو د حل په موخه د ساختماني شرکت له مسؤلینو سره وکتل او دغه راز یې د معترضو خلکو د قبالو لیدنه او څېړنه هم وکړه.

د شهرنو ښارګوټي ساختماني شرکت له مسؤلینو سره په ښارګوټي کې د شاملو ځمکو او د ودانیزو چارو د پرمختګ پر څرنګوالي خبرې وشوې، د معتبر حقوقي تړون، تګلارو او تضمین په اړه ترې بېلا بېلې پوښتنې وشوې.

په ورته وخت کې، معترضو خلکو د خپلو راوړو قبالو په اړه دلایل او نظریات وړاندې کړل او د یو شمېر نورو هغه قبالو په اړه یې هم یادونه وکړه، چې په خبره یې ځینو مافیایي کړیو جعلي جوړې کړي او په ساحه کې د تطبیق وړ نه دي.

په ټوله کې، د یاد ښارګوټي د حقوقي او نورو ستونزو د حل په تړاو هر اړخیزې پلټنې وشوې، نظریات تبادله شول، اسناد او قبالې وکتل شوې، فزیکي وضعیت له نږدې وکتل شو او له بېلا بېلو امارتي ادارو اسناد او سوابق وغوښتل شول، چې یاد ګمارل شوی هیئت به بشپړ راپور له ځان سره کابل ته یوسي او د وروستي تصمیم په موخه به یې د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت