له دې وروسته د عمومي سړکونو په دواړو غاړو کې د درې مترو په پلنوالي پلي لارې جوړېږي

۱۴۴۶/۱۰/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د خپل مسؤلیت له مخې هڅې پیل کړي چې په ټولو ولایتونو کې منظمه ښاری وده او پراختیا رامنځته شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د پلانونو پر تطبیق ټینګار کوي او د سړکونو پراختیا ترڅنګ د پلي لارو په پراختیا هم ټینګار لري.
تازه، د منظمې ښاري پراختیا په موخه، د ریاست الوزراء محترم عالي مقام د ځانګړي هدایت پر اساس، پرېکړه وشوه چې د عمومي سړکونو په دواړو غاړو کې دې د درې (۳) مترو په پلنوالي (عرض) پلي لارې جوړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، دا پلي لارې به د ښاري پلانونو، ښاري ارزښتونو او د سرغړونو کنټرول په موخه جوړېږي، تر څو د خپلسرو ودانیو، ښاري سرغړونو، او د خلکو د ازاد تګ راتګ لپاره مشخصې او معیاري لارې او فضا برابره شي.
ښاغلي مولوي حقانی وایي، په همدې موخه د سړکونو اندازې، اهمیت او ارزښت ته په کتو، یو ګډ کمیسیون جوړ شو، چې د یادې پروسې اړوند یې د عامه پوهاوي پروګرامونه تطبیقوي.
نوموړی وایي، د یاد کمیسیون له خوا د اړوندو سیمو اوسېدونکو سره ناستې ترسره کېږي چې، هغوی هم پوره همکاري او ملاتړ وکړي او په ګډه لاس په کار شي.
د معلوماتو له مخې، یاده پروسه دوام لري او د تطبیق چارې یې د اړوندو تخنیکي ټیمونو او کمیسیونونو تر نظر لاندې پر مخ وړل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټول هېواد کې منظمې ښاري پراختیا ته ژزمن دی او هڅه کوي چې، هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.