لغمان کې د اندروړ کلي د صحي کلینیک د ودانیزو چارو ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۴
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، اړوند فني او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې، د عامې روغتیا ریاست له استازو او اړونده ادارو سره یو ځای، د بادپښ ولسوالۍ د اندروړ کلي د صحي کلینیک د ودانیزې پروژې له روانو چارو څارنه او ارزونه وکړه.
ښاغلی مولوي تېلوي وایي، د څارنې په مهال څرګنده شوه، چې د ودانۍ د اوبو رسولو سیستم نصب شوی، خو دا کار د احجامو او تخنیکي مشخصاتو مطابق نه دی تطبیق شوی. نوموړی وایي، له همدې امله مسؤل شرکت ته امر وشو چې یاد سیستم ژر تر ژره لرې کړي او د نقشې، براورد شویو احجامو او تخنیکي نورمونو پر بنسټ یې له سره تطبیق کړي.
نوموړی همداراز وایي، د تعمیر د رنګمالۍ کارونه هم روان وو، چې کیفیت یې تر ارزونې لاندې ونیول شو.
د معلوماتو له مخې، د پروژې مسؤل انجنیر ته هدایت ورکړل شو چې د ساختماني چارو ټول مراحل باید د منظور شوې نقشې، احجامو او تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلین، د عامه ودانیو د کیفیت، خوندیتوب او پایدارۍ په موخه دا ډول تخنیکي ارزونو او څارنو ته دوام ورکوي، تر څو خلکو ته معیاري، خوندي او دوامدار خدمات وړاندې شي.