لغمان ولایت کې عملاً راستانه شوو اړمنو مهاجرو کورنیو ته د نمرو د وېش بهیر پیل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۹
لغمان

۱۴۴۷/۶/۲۰

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت، د خپلو فعالیتونو په بهیر کې دا ځل په لغمان ولایت کې عملاً راستانه شوو اړمنو مهاجرو کورنیو ته د نمرو د وېش بهیر پیل کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار کوي، چې د منظور شوي پلان لرونکو ښارګوټو د نمرو د وېش بهیر دې هغه اړمنو مهاجرو کورنیو ته ژر تر ژره پیل شي، چې د اړوند ولایت له لوري یې تائیدي راغلي وي.

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، په کافرګله ښارګوټي کې یې اړمنو کورنیو ته د ځمکو د وېش بهیر عملاً پیل کړ.

یاد ریاست وایي، دوی په لومړي ګام کې هغه پنځه څلوېښت کورنیو ته پنځه بسوه یي، لس بسوه یي او پنځلس بسوه یي نمرې ووېشلې چېد لیست له مخې یې د کورنۍ شمېر پنځه، لس یا پڼځلس دي.

د ا.ا.ا د مهاجرینو د ښارګوټو اړوند د ټولګټو چارو رغونه او ابادي هم په خپلو مټو کوي او په دغه برخه کې یې د کور او ښار جوړولو وزارت ملاتړ کړی دی، چې له مخې یې لارې او کوڅې، د څښاک اوبه، مساجد او ګام په ګام نور اړین ځایونه جوړېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت