لغمان ولایت کې د ښاري تخلفاتو څو بېلګې په ګوته او مخنیوی یې وشو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۴:۵۱
laghman

۱۴۴۶/۰۶/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، لغمان ولایت کې د دغه ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د (R1) تفصیلي پلان د تطبیق لپاره په ساحه کې څارنه وکړه، چې په خبره یې د څارنې په مهال یو شمېر خپل ‌سري ساختماني فعالیتونه ولیدل شول چې د ښاري اصولو خلاف وو.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د انجینرۍ اړوند ټیم له لوري د یادو ودانیو مالکینو ته د ښاري سرغړونو په اړه خبرتیا ورکړه او غوښتنه یې ترې وکړه چې ودانیزې چارې باید د ښاري قوانینو په رڼا کې ترسره شي.

دغه راز، نوموړی وایي، ښاري سرغړونکو ته د ساختماني نقشو جوړولو او د دې نقشو د ویزه کولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د نورو ښارونو سربېره په مهترلام ښار کې د ښاري نظم د ساتلو او د پراختیایي پلانونو د تطبیق لپاره خپل فعالیتونه لا زیات کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

BACK TO NEWS