فراه کې خپل سري جوړېدونکي کورونه، بند شول
۱۴۴۶/۰۶/۰۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، فراه ولایت کې یې د ریاست اړوند ټیم د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال په لارښوونه له ښاري سرغړونو مخنیوی وکړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، اړوند ټیم یې د فراه ښار لومړۍ ناحیه کې هغه کورونه وکتل چې په خپل سر او غیر قانوني ډول جوړېدل.
نوموړی وایي، د یادو غیر قانوني کورونو د جوړېدو چارې وځنډول شوې او له مالکینو یې غوښتنه وشوه، چې ژر تر ژره دې نقشې ویزه کړي او چارې دې یې قانوني پر مخ یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې د ودانیزو چارو په مهال د ساحې پلان په پام کې ونیسي او د ودانیو نقشې په کور او ښار جوړولو وزارت یا ریاستونو کې ویزه یا تائید کړي.
