غزني ولایت کې د یوې استوګنیزې پروژې له وضعیت څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۱۱
غزنی ولایت

۱۴۴۷/۵/۶

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د دوهم پلان اړوند شاه میر صاحب ساحه کې د یوې استوګنیزې پروژې له وضعیت څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، دمګړۍ په یاده پرژوه کې د دوهم پوړ د اسکلېټ چارو دوام درلود چې له وضعیت یې ارزونه وشوه.

نوموړی وایي، یاد ټیم یې د اړونده استوګنیزې حویلۍ څښتن ته لارښوونه وکړه، تر څو د ویزه شوې ودانیزې نقشې مطابق خپلې پاتې چارې ترسره کړي.

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د ښار په بېلا بېلو ساحو کې یې له ودانیزو چارو څار پیل کړی، ترڅو ښاري بې نظمي رامنځته نه شي او چارې د اصولو مطابق پر مخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت