غزني ولایت کې د مهاجرینو لپاره د البیروني ښارګوټي د پلان بیا کتنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۵۲
غزني ولایت

۱۴۴۶/۰۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غزني ولایت د مهاجرینو لپاره د البیروني ښارګوټي د پلان د مسودې بیا کتنه وکړه.

دغه بیاکتنه په دې موخه ترسره شوه، چې څنګه کیدای شي شته ستونزې حل او د تطبیق لپاره چمتو پلان ترتیب شي.

د یاد پلان طرحه کوونکو انجنیرانو په دغه پلان کې ټولې نمیګړتیاوې په ګوته او د حل لپاره یې له اړوندو مراجعو د لازیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د شته پلان په ژر اصلاح ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې د سړکونو پلنوالی، حریمونه، عبادت ځایونه او نورې برخې دې دقیقې معلومې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د منظمو پلانو په ترتیبولو سره د ښاري ښکلا او د معیاري مسکن د رامنځته کولو هڅې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت