علماء دې په شعبو او څانګو نه وېشل کېږي، کنه ټولنه فاسدېږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۹:۴۴
جوزجان

۱۴۴۶/۱۱/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د دارالعلوم له استادانو او طالبانو سره ناسته وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د یاد دارالعلوم علماء کرامو او طالبانو ته په خطاب کې وویل، تاسې ته ستر مسؤلیت متوجه دی، چې د الله دین به زده کوئ او نورو ته به یې رسوئ.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د الله په لاره کې د علم زده کړې لپاره نیتونه پاک کړئ چې په دغه لاره کې به له سختو ستونزو سره مخامخ شئ، خو باید استقامت ولرئ.

محترم نعماني وویل، دا دنیا باید ستراتېژیکه اړتیا ونه ګرځول شي، بلکې علم ته کار وشي، ځکه چې دلته تر ډېره د علم او عرفان عظمت وژل شوی دی په افغانستان کې علم او ټکنالوجۍ ته ستر زیان رسېدلی دی.

نوموړي دشتې لیلې ته په اشارې وویل، دلته او بلکې په ټول افغانستان کې د عالمانو او طالبانو وینې بهیدلې دي او دا په دې معنا چې هغوی غوښتل خلکو ته دین ورسوي.

هغه طالبانو او عالمانو ته په خطاب کې وویل، ټولنه تاسې ته اړتیا لري، ځکه په خبره یې د اشغال له امله دا ټولنه تر یو بریده مفسده شوې وه، چې اصلاح یې له عالمانو پرته ناشونې ده.

محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، د اسلام دین ته باید د کامل دین په سترګه وکتل شي، علماء په شعبو او څانګو ونه وېشل شي، کنه ټولنه فاسدېږي.

ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام وویل، علماء باید د دین ټولې شعبې په پام کې ونیسي، وحدت ولري او د تعصبي مسایلو څخه ډډه وکړي.

په پای کې د مدرسې مهتمم او مشر استاد له نوموړي مننه وکړه او خپل ځینې تألیف شوي کتابونه یې ورته ډالۍ کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت