زابل کې څه باندې ۱۳۹ زره جریبه څړځایونه سروې شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۹:۱۰
زابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروسې د پلي کېدو له لارې د زابل ولایت اړوند سیمو په ۶۸ قطعو کې ۱۳۹ زره او ۵۰ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیله تر دې مهاله د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ مېلیونه ۶۵ زره او ۷۰۱ جریبه څړځایونو سروې ثبت کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروژې د پلي کېدو له لارې د افغانانو ملي شتمنۍ په توګه له عامه او خاصه څړځایونو معقولې او موثرې استفادې ته زمینه برابره کړې، څو د مناسبو شرایطو په مساعدولو سره ځان بسیاینې او اقتصادي او مالدارۍ ودې له لارې د خلکو په ژوند کې بنسټیز تغیرات رامنځ‌ته شي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د راستنو شوو مهاجرو لپاره د استوګنیزو نمرو د ورکړې بهیر ګړندی شوی؛ ننګرهار کې سلګونه کورنیو ته نمرې ورکړل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، چې لاسته راوړنې هم لري.

ښاغلي وزیر، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د خوست ولایت د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او انجینري ټیم له لوري، د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت