زابل کې څلور سوه جریبه ځمکه توپوګرافي سروې شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۵:۵۴
..

 

۱۴۴۵/۱۰/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه له دولتي ځمکو څخه د سالمې او اغېزمنې ګټې پورته کولو په موخه بېلا بېل پروګرامونه لري.

زابل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د شاجوی ولسوالۍ د اداري کمپلکس ساحه توپوګرافي سروې کړه.

د ښاغلي ملا مسلم په خبره، د شاجوی ولسوالۍ د ستراتېژیک پلان اړوند ۴۰۰ څلور سوه جریبه دولتي ځمکه د دولتي تاسیساتو لپاره توپوګرافي سروې شوه.

دغه راز، په یاده سمه کې خپل سرو او غیرې قانوني ودانیو ته د ځمکې د پرېښودلو او تخلیې امر شوی.

توپوګرافي سروې د ښاري او ساختمانی پلان لپاره یوه بنسټیزه سروې ده، چې د ځمکې د سطحې فزیکی ځانګړتیاوې او د هغې افقي او عمودي واټن په اړه معلومات ټاکي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پام کې لري، چې د ولسوالیو په کچه د اداري پېچلو پلانونو تنظیم کولو سره د دفترونو د خپلسریو او غیر پلاني جوړولو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت