زابل کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۳
زابل

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ۍاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس الحاج ملا داد ګل مسلم د هدایت پر بنسټ یې، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زابل مرکز – قلات ښار په څلورمه ناحیه کې څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاده ناحیه کې یوه ودانیزه پروژه د پلي کېدا په حال کې ده او دوی ترې د پلان خوندیتوب په موخه څارنه وکړه.

د نوموړي په خبره، ساحه کې چې د یوه تعمیر ودانیزې چارې روانې وې، د ریاست استازو د تخنیکي ارزونې تر بشپړېدو پورې د ودانیزو چارو موقتي درولو پرېکړه وکړه.

ښاغلی حقاني زیاتوي، دا اقدام د دې لپاره ترسره شو، چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم وکولای شي ساحه په هر اړخیزه توګه و ارزوي او ډاډ ترلاسه کړي، چې چارې د ښاري نقشې، تخنیکي معیارونو او قانوني اصولو سره سمې روانې دي.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست وایي، هڅه کوي چې په زابل ښار کې د خپلسرو ودانیو، غیر معیاري جوړښتونو، او ښاري تخلفاتو مخه ونیسي، تر څو ښار د انجینري اصولو، قانوني نقشو، او پراختیایي پلان له مخې منظم پرمختګ وکړي.

د ښار نظم، ښایست، او دوامداره پراختیا د مسؤلو ادارو د همکارۍ او د خلکو د قانون ‌پالنې په مټ تأمینېدلی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت