زابل کې د مهاجرینو ښارګوټي د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې بشپړه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۴:۳۷
زابل

۱۴۴۶/۱۱/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په زابل کې د هغو مهاجرینو لپاره چې بېرته هېواد ته راستېږي، د بیا مېشتېدو د زمینې برابرولو په موخه، زابل ولایت کې د 4321 جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاده سروې د سیمه‌ییزو او تخنیکي ادارو سره په همغږۍ ترسره شوې، چې موخه‌یې د یو منظم او معیاري ښارګوټي جوړول دي، څو مهاجرینو ته د باعزته ژوند کولو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

د سروې او GIS ریاست ډاډ ورکوي چې دا سروې د تخنیکي او چاپېریالي معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شوې او ترلاسه شوي معلومات به د ښارګوټي د ډیزاین او عملي تطبیق لپاره په دقیق ډول وکارول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تل هڅه کوي چې د معیاري ښارګوټو ډیزاین کولو له لارې هېوادوالو ته د هوسا ژوند زمینې برابرې کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۱۵
Background image

د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ د د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق او ارزونې په موخه ځانګړې غونډه تر سره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

په میدان وردک کې د پوهنتون د سړک له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

 د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د میدان وردک پوهنتون د سړک او سیلبر له چارو څارنه وشوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۳۱
Background image

کاپیسا کې د اداري کمپلیکس د سنګ فرش سړک د عملي چارو پرانسته وشوه

۱۴۴۷ــ ۲ــ ۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، چې په هېواد کې د ښاري ودې او پراختیا مسؤلیت په غاړه لري، دا ځل یې په کاپیسا ولایت کې یوه ستره پرمختایي پروژه رسماً پرانسته.

کاپیسا ولایت کې د. . .

BACK TO NEWS