د ګردېز ښار لپاره د یو واحد او جامع تفصیلي پلان د طرحې پرېکړه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۲۴
معینیت شهری

د ۱۴۴۷/۰۲/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشه ‌وو د ځانګړي کمیسیون غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ګردېز ښار لپاره د یو واحد او جامع تفصیلي پلان د طرحې او همدارنګه د ښارګوټو او د لوړو زده کړو د مؤسسې لپاره د ځینو تفصیلي پلانونو د منظورۍ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په غونډه کې ټینګار وشو چې باید د ګردېز لپاره داسې یو واحد تفصیلي پلان ترتیب شي چې د ښار ټولې برخې په جامع ډول تر پوښښ لاندې راولي او د دغه ښار د پرمختګ او پراختیا لامل وګرځي، همداراز و ویل شول چې پلان دې د تخنیکي نظرونو په پام کې نیولو سره ترتیب او طرحه شي.

همدارنګه د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د اصلاح شوي تفصیلي پلان ارزونه وشوه او ټینګار وشو چې موجوده ستونزې دې حل شي او د پلانونو په ترتیب او طرح کې دې لازمه پاملرنه وشي.

په ورته وخت کې د لوګر ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې د ودانۍ تفصیلي پلان هم له هر اړخیزې ارزونې لاندې ونیول شو.

پر دې سربېره، په ښارونو کې د غیر پلاني سیمو د جوړولو ستونزې، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي لارې چارې، د لوړپوړو ودانیو ځانګړې نقشې او د استوګنیزو ساحو څخه سوداګریزوسیمو ته د تعدیل غوښتنې هم وڅېړل شوې.

ښاغلي شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د ښارونو پرمختګ او پراختیا د معیاري پلانونو اړتیا ده تر څو زموږ خلکو ته په ښارونو کې اسانتیاوې برابرې شي او د ښاري هوساینې لپاره هڅې وشي، نوموړي ټینګار وکړ چې ټولې تعدیلي غوښتنې دې له ماسټر پلانونو او ښاري تفصیلي پلانونو سره په مطابقت کې وڅېړل شي او بیا دې د ښاري نقشو په ځانګړي کمیسیون کې پرې لازمې پرېکړې وشي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

په بدخشان کې د یوسوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د د ډې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د بهارک ښاروالۍ اړوند د سوداګریز مارکېټ ودانیزې چارې و څارلې.

ښا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د مسجد د اعمار له چارو څخه نظارت وشو

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

ارزګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې،. . .

BACK TO NEWS