د ګردېز ښار لپاره د پلانونو پر تطبیق او څرنګوالي خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۳:۳۸
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي په شتون کې، د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مفتي عبیدالله رشاد او نورو اړوندو انجنیرانو او مسؤلینو سره وکتل.

په دغه ناسته کې بحث وشو، چې د پکتیا مرکز ګردېز ښار لپاره په تېرو کلونو کې ځینې پلانونه جوړ شوي چې اصلاح ته اړتیا لري او لازمه ده د تطبیق لپاره یې اړوند مسؤلین لاس په کار شي.

په ناسته کې، څو بېلا بېل پلانونه او نقشې تر نظر تېرې او د پام وړ بحثونه پرې وشول چې څنګه کېدای شي د تطبیق په مهال یې په مرکز ګردېز ښار کې شته ښاري ستونزې حل شي.

د ناستې په پای کې، تصمیم ونیول شو چې له مرکز کابل څخه به د کور او ښار جوړولو وزارت د څو بېلا بېلو خو اړوندو ریاستونو مسلکي ټیم د پکتیا مرکز ګردېز ښار ته لاړ شي، شته وضعیت به له نږدې وګوري، موجوده پلانونه به وګوري، اصلاحات به رامنځته کړي او په ټوله کې به یو منل شوی پلان ترتیب او د تطبیق لپاره اړوندې ښاروالۍ ته وسپاري.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پکتیا ریاست مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې د تل لپاره د پلانونو له تطبیق دقیقه څارنه وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د پلان خلاف چارې ترسره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

BACK TO NEWS