د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۰
سفیر جاپان

۱۴۴۷/۵/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د جاپان له سفیر، ښاغلي کینیچي ماساموتو او مل پلاوي سره وکتل.

په کابل کې د جاپان سفیر د خپلې دندې او هېواد په تړاو معلومات وړاندې کړل او په اوس وخت کې یې له افغانستان سره د شته اړیکو او مرستو په اړه یادونه وکړه.

نوموړي وویل، د افغنستان هر اړخیزې خپلواکۍ ته درناوی لري او هڅې کوي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی و اوسېږي.

د ښاري پراختیا برخه کې یې یادونه وکړه چې خپلې مرستې د نړیوالو ادارو او مؤسسو له لوري ترسره کوي او دغې چارې ته به دوام ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، نوموړي او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او جاپان ترمنځ د اړیکو تاریخي مخینې یادونه وکړه او له امله یې د مثبتو تګلارو او د جاپان له مرستو خوښي څرګنده کړه.

هغه زیاته کړه، جاپان د افغان ولس یو باوري ملګری دی چې په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان د پرمختګ، بیارغونې او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم رول لوبولی دی.

محترم وزیر غوښتنه وکړه چې جاپان دې د ساختمان، پاکو اوبو او زېربنايي پروژو په برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي او د پاتې پروژو د بشپړېدو لپاره دې لازم ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، افغانستان چې له تېرې نږدې نیمې پېړۍ راهیسې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ و او له امله یې ښاري او مسکن برخه هم زیانمنه شوې، نو اړتیا ده چې دغه برخو ته زیاته پاملرنه وشي.

محترم وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني یادونه وکړه، چې د نوي کابل ښار لومړي فاز ته د څښاک اوبو رسول چې په تېر کې یې د جاپان هېواد جایکا مؤسسې له لوري تړون هم شوی، باید سرته ورسېږي او دغه راز د نوي کابل ښار په تړاو اساسي معلومات (ډېټا) چې له جایکا سره ده، باید د کور او ښار جوړولو وزارت ته ورکړل شي، ترڅو ترې سالمه ګټه پورته شي او خلکو ته یې ګټه ورسېږي.

د دغه وزارت د مسلکي ظرفیتونو لوړول او افغانستان ته د پانګونې په موخه د جاپاني پانګوالو راجلبول، نور هغه موارد وو، چې محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ترې یادونه وکړه.

د ناستې په پای کې، په کابل کې د جاپان سفیر وویل، د نوي کابل ښار اوبو او ډېټا په اړه به له خپلو نورو همکارانو او هېواد سره خبرې وکړې او بیا به معلومات شریک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت