د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه
۱۴۴۷/۱۱/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله دوهمه ناسته وکړه، چې پر مهمو مواردو خبرې وشوې.
په دې ناسته کې، د کابل محترم ښاروال، د کابل ښاروالۍ محترمو استازو، د ودانیزو جوازونو د تحلیل او صدور محترم رئیس، د برېښنا شرکت محترم رئیس، د کرنې او مالدارۍ وزارت د اراضۍ محترم رئیس، د امارتي اوبو رسولو او فاضلابو شرکت محترم رئیس، او د اطلاعاتو او فرهنګ محترم رئیس ګډون کړی وو.
د غونډې اصلي اجنډا، په کابل ښار کې د (دوهمې، درېیمې، پنځمې، اوومې او نهمې ناحیو) د زونینګ پلانونو یا د ځمکو د کارولو او وېش طرحو ارزونه وه.
یاد پلانونه د کابل ښاروالۍ له لوري چمتو شوي وو، چې د وروستي تائید او ویزې لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته سپارل شوي وو او د وزارت د تخنیکي کمېټې له لوري یې ارزونه، اصلاح وشوه.
په ناسته کې له تر هراړخیزو بحثونو او نظرونو تبادلې وروسته، څو مهمې پرېکړې وشوې چې د پنځم مکروریان څخه تر کابل هوايي ډګر پورې د تفصیلي انکشافي پلان تأیید وشو چې دا پلان په ۱۳۹۵ کال کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ترتیب او تصویب شوی و، د نهمې ناحیې د زونینګ پلان په چوکاټ کې تثبیت شو.
سربېره پر دې، د دې لپاره چې د کابل د سړکونو شبکه د پنځم مکروریان له جوړو شوو بلاکونو سره په ټکر کې نه شي، پرېکړه وشوه چې د اړوند سړک مسیر دې تر درې مترو پورې بدل شي، څو له درنو مالي زیانونو مخنیوی وشي.
دغه راز، د پنځم مکروریان ساحې په اړه د ځانګړې صلاحیت ټاکنه وشوه چې یاده ساحه د کور او ښار جوړولو وزارت تر واک لاندې ده.
بله مهمه موضوع دا وه چې د نوي کابل ښار پر لور د سړکونو پراخول دې په داسې ډول شي، چې د نوي کابل ښار پر لور غځېدلی ۲۰ متره سړک دې ۴۰ مترو ته پراخ شي او ۶۰ متری سړک دې ۱۰۰ مترو ته پراخ شي.
په دې ناسته کې شوې پرېکړې د کابل ښار د یادو پنځو ناحیو د زونینګ پلانونو د عملي کېدو لپاره خورا مهمې بلل کېږي او د ښاري پراختیا په برخه کې به اغېزمن رول ولوبوي.
