د کور او ښار جوړولو وزارت په انګړ کې د لوګو، چمن او ښکلا چارې د یو بهر مېشتي افغان په مرسته بشپړې شوې.

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۵:۳
picture

۱۴۴۴/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د دغه وزارت په انګړ کې د چمن، لوګو، زینتي بوټو او په ټوله کې د ښکلا چارو له بشپړوالي لیدنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت دغه سیمه چې په انځورونو کې لیدل کېږي، وړاندې په بد حالت کې وه، چې اوس یې بڼې په ښکلي او طبعي شکل بدلون وموند.

دا چاره د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم اداري ریاست په هڅو او زیار ترسره شوه، چې مالي لګښت یې یو بهر مېشتي افغان ورکړی.

شیخ حمدالله نعماني د یاد بهر مېشتي افغان له حسن نیت او احساس مننه وکړه او زیاته یې کړه: اړتیا ده چې د خپل هېواد د سمسورتیا او رغونې لپاره خپله افغانان لاس په کار شي او هېڅکله دې د پردیو په تمه نه پاتې کېږي.

دغه راز ښاغلي نعماني له محترم اداري رئیس انجنیر قاري محمد یوسف لطیف او د مسکن تخنیکي ریاست کې له محترم انجنیر پردېس رسولي مننه وکړه، چې په ښه او طبعي شکل یې یادې چارې سرته ورسولې، چې د لیدونکو زړونه راجلبوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت لوګو د انګلیسي ژبې په مخفف تورو (MUDH) لیکل شوې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت معنا ورکوي

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت