د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په افغاني دستګاه کې د دغه وزارت له ریاستونو او دفترونو لیدنه وکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۱:۰
picture

۱۴۴۴/۰۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د یو شمېر رئیسانو په ملتیا په افغاني دستګاه کې د دغه وزارت د ریاستونو او دفترونو د چارو ښه کېدو او د ستونزو د حل په موخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ریاستونو کارکوونکو خپلې ستونزې، نظریات او وړاندیزونه د یاد وزارت له سرپرست مولوي حمدالله نعماني سره شریک کړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې ډېر ژر حل شي او په دې اړه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په دغه لیدنه کې د ځینو پروژو له وسایلو او اسنادو هم لیدنه وشوه، چې څنګه کېدای شي خوندي وساتل شي او په راتلونکي کې ترې ګټه پورته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت