د کور او ښار جوړولو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

26/1/1445
د کور او ښار جوړولو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د یادې هوکړې موخه دا ده ، چې د هېواد په کچه د پوهنتونونو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شي، تجربې شریکې شي، په علمي څېړنو کې د دواړو وزارتونو له تخنیکي امکاناتو څخه سالمه ګټه پورته شي، په علمي او لویو رغنیزو ښاري او مسکن پروژو کې د استادانو او انجنیرانو له ظرفیتونو ګټه پورته شي، ظرفیت لوړونه وشي، او هغه برخې چې په عملي لحاظ ستونزمنې وي په ګډه ورته حل لارې پیدا شي.
په دغه مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني یاده هوکړه ګټوره وبلله او یادونه یې وکړه چې باید د ټول هېواد په کچه عملي شي.
ښاغلي نعماني وویل، د سکتوري او علمي ادارو ترمنځ نه همغږي او یا کمزورې همغږي لامل شوې چې په افغانستان کې بې کیفیته او بې معیاره رغنیزې چارې وده او پراختیا پیدا کړي.
د نوموړي په خبره، اوس د کور او ښار جوړولو وزارت او نورې اړوندې ادارې بشپړه همغږي پیدا کوي او متوجه دي چې په راتلونکي کې په ګډه کار وکړي، تر څو هېوادوالو ته باکیفیته او معیاري ښارونه او سرپناه برابره شي.
په ورته وخت کې د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم وویل، وزارت یې د نورو اړوندو ادارو سره ورته هوکړه لیکونه لري او دوام ورکوي، چې په وینا یې له مخې به یې چارې معیاري او د وخت اړتیاوو ته جواب ووایي.
د دواړو وزارتونو ترمنځ د هوکړې لاسلیک په مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د پالیسۍ او پلان محترم رئیس انجنیر رحمت الله قدیري او دغه راز د کابل پوهنتون رئیس محترم دوکتور اسامه عزیز، د کابل پلتخنیک محترم رئیس انجنیر عبدالرشید اقبال خبرې وکړې، چې په وینا یې پوهنتونونو کې د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې مهمې دي او د ورته هوکړو پر اغېزو یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.