د کور او ښار جوړولو وزارت، یو ځل بیا هېوادوالو ته کاري زمینه برابروي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۵۹
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۰۳/۳۰

کار خپل اهل ته سپارل؛ هغه څه دي چې په هره اداره کې پرې ټینګار کېږي، دا دی د کور او ښار جوړولو وزارت یې عملي کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، هوډ لري چې د دغه وزارت لپاره اهل کسان په دندو وګماري، ترڅو د اسلامي نظام تر چتر لاندې افغانستان ته خدمت وکړي.

په همدې موخه، په کور او ښار جوړولو وزارت کې د خالي بستونو لپاره د وړ کسانو د پیدا کولو په پار له یو شمېر کسانو ازموینه واخیستل شوه.

د کار کوونکو چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، دغه ازموینه د (۶۳) بېلا بېلو بستونو لپاره واخیستل شوه، چې یو مشېر کسانو ورته ځانونه نوماند کړي وو، چې بریالي کسان به وروسته معلوم شي.

دغه ازموینه د ټاکل شوې کمیټې له لوري ترسره شوه، چې پر مهال یې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني هم حضور درلود.

د ازموینې ګډونوالو ته په خطاب کې محترم وزیر وویل، که هر ګډونوال کوم اعتراض لري، کولای شي په لیکلې بڼه خپله شکایت، غوښتنه او وړاندیز وړاندې کړي، چې د ټاکل شوې کمیټې لخوا به ورته بشپړه پاملرنه وشي.

نوموړي وویل، هڅه کوي چې حق حقدار ته وسپارل شي، چارې رڼې پر مخ لاړې شي او د نا انډولۍ مخنیوی وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د اصلاحاتو او روڼتیا د ټینګښت په موخه تل هڅه کوي، چې د بستونو لپاره وړ، متخصص او مسلکي کسان د ازادو سیالیو له لارې وګماري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت