د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د پروان ولایت د ښار جوړولو له رئیس او یو شمیر ښاریانو سره وکتل
1444/03/26
د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د پروان ولایت د ښار جوړولو له رئیس او د څو نورو ولایتونو له ښاریانو سره وکتل.
لومړی د پروان د ښار جوړولو رئیس په یاد ولایت کې د کور او ښار جوړولو د ریاست د کړنو په اړه خبرې وکړې او په دې ولایت کې د کارونو د لا ښه والي په موخه یې د کور او ښار جوړولو د سرپرست څخه د هدایت غوښتنه وکړه.
ور پسې د نورو ولایتو راغلو ښاریانو په خپلو ولایتونو کې د شته ستونزو په اړه وویل او خپلې عریضې یې سرپرست وزیر ته وړاندې کړې همدارنګه یې د ستونزو د حل په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ څخه وغوښتل چې د دوی ولایتونو ته پاملرنه ډیره کړي.
ور پسې د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل چې د هېواد په کچه د کور او ښار جوړولو وزارت دنده چې د خلکو ستونزو ته د شته امکاناتو په ګټې د حل لارې وګورئ.
