د کور او ښار جوړولو رئیس په عینومینه کې د دوو مهمو ودانیو له چارو لیدنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۳:۳۰
کندهار عینو مینه

۱۴۴۷/۳/۱

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د عینومینې په سیمه کې د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست او د استیناف څارنوالۍ ریاست د نوو ودانیو له ساختماني چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سعید وویل، د لیدنې پر مهال د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې په ساحه کې موجودې ستونزې او نواقص ژر تر ژره حل کړي او همدارنګه یې د شرکتونو ساحوي استازو او انجنیرانو ته هدایت وکړ چې ټول ساختماني فعالیتونه د انجنیري معیارونو او نقشي سره سم پرمخ یوسي.

د یادولو وړ ده، د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست او د استیناف څارنوالۍ ودانۍ د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو پروژو څخه دي، چې بشپړېدل به یې په کندهار کې د عدلي، قضایي او اداري خدمتونو د معیاري کېدو او اغېزمنتیا په برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت