د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
ناحیه 5

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست، د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت ټیمونو، د دوامداره څارنو په لړ کې، د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د سره میاشت ښارګوټي څخه څارنه تر سره کړه.

د یاد ریاست نظارتي ټیمونو تر دې وړاندې هم څو ځلې له یادې ساحې لیدنه کړې وه او د پروژو مالکینو ته یې لارښوونه کړې وه، څو د ښاري اصولو او نافذه مقرراتو خلاف ودانیز فعالیتونه ودروي، تر څو په دې اړه د وزارت د مقام وروستۍ پرېکړه وشي.

خو د وروستیو ارزونو پر مهال څرګنده شوه، چې یو شمېر ودانیز فعالیتونه لا هم په پټه توګه دوام لري. له همدې امله، د تخنیکي ټیم له لوري د یادو غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شوه او د نورو سرغړونو د دوام د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شول.

د دې څارنې اساسي موخه د منظور شوو ښاري پلانونو د سم تطبیق تأمین، د غیرمجازو ودانیزو فعالیتونو مخنیوی او د ښار په کچه د غیرمعیاري جوړښتونو د پراختیا کنټرول بلل کېږي.

د یادولو وړه ده، چې د دا ډول څارنو بهیر به په دوامداره توګه روان وي او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي، څو د نافذه قوانینو او ښاري اصولو خلاف ودانیز فعالیتونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت