د کابل ښار په پراختیاي پلان کې د لوړپوړیزو او لږ پوړیزو ودانیوپه اړه بحث وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
...

۱۴۴۵/۷/۲۴

د ا.ا.ا د محترمې کابینې د (۱۲)مې ګڼې مصوبې پر اساس د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د اطلاعات او فرهنګ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، د ښاري اوبو رسولو او فاضله اوبو امارتي شرکت او کابل ښاروالۍ د محترمو استازو په ګډون ناسته وکړه.

په ناسته کې د کور او ښارجوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار پراختیا او په کې د لوړپوړیزو او لږ پوړیزو ودانیو د شرعي اصولو او ښاري هستوګنې په معیارونو بحث وشو او نظرونه شریک شول.

په غونډه کې پریکړه وشوه، چې یاد موضوعات دې د اړوندو ادارو سره شریک شي او په دې اړه دې دقیقّه مطالعه او څیړنه وکړي، چې په بله ناسته کې دې اړوندې ادارې خپل نظرونه شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت