د کابل ښار د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۳:۵۲
.

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د پنځمې او دیارلسمې ناحیو ترمنځ د عرفاني ښارګوټي څخه د کمپنی تر پله د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د سړک پلنوالی، د ښاري پلان تطبیق، د اسفالټ کیفیت، د اوبو ویالې، پلې‌لارې، د اوبو ایستلو سیستم، د تګ راتګ لارې او نور تخنیکي اړخونه وارزول شول.

د لومړنۍ ارزونې پر مهال د پروژې په ځینو برخو، په ځانګړي ډول د پلې‌لارو په جوړولو کې ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې ولیدل شوې، چې د اصلاح او لا زیاتې پاملرنې په موخه د پروژې له تطبیقوونکي بنسټ سره شریکې شوې.

د دغې څارنې موخه د پروژې د معیاري تطبیق ډاډمنول، د ودانیز کیفیت لوړول، د ښاري معیارونو رعایت او د زیربنایي پروژو په پلې کېدو کې د هر ډول تخنیکي او ښاري سرغړونو مخنیوی دی.

د معیاري ښار جوړولو، د ښاري پلانونو د خوندي تطبیق او د ښاري نظم د پیاوړتیا په موخه، تخنیکي او ساحوي څارنې په دوامداره توګه ترسره کېږي، څو د ودانیزو چارو بهیر د نافذه قوانینو او تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ ولاړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.

د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت