د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې د ده خدایداد ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۴۴
۱۶ ناحیه

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د منظورۍ له مخې، په کابل ښار کې د سپینو ساحو د پراختیا په موخه روانو ښاري مطالعاتو په لړ کې د ۱۶مې ناحیې اړوند د ده خدایداد ساحې جامع، علمي او تخنیکي مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول. یادې مطالعې د ښاري پراختیا لپاره د سیمې د ظرفیتونو د تشخیص او د منظم پلان جوړولو په موخه ترسره شوې دي.

د ښاري مطالعاتو د رئیس په لارښوونه، مسلکي تخنیکي ټیمونو د یادې ساحې فزیکي، تخنیکي او چاپېریالي ارزونه ترسره کړه، دغه ارزونه د ساحوي سروې، د معلوماتو د تحلیل او مستقیمو مشاهداتو پر بنسټ ترسره شوې او د ځمکې تخنیکي وضعیت، زیربناوې، ټولنیز او اقتصادي شرایط او د اوبو سرچینې یې تر پوښښ لاندې نیولي دي.

ده خدایداد ساحه د احمد شاه بابا مېنې او مکروریان څلورلارې تر منځ موقعیت لري او له اصلي ښاري سړکونو سره یې نښلونې د ترانسپورتي لاسرسي اسانتیاوې زیاتې کړې دي. د ښاري پلان له مخې، دغه ساحه د منځنیو او لوړو پوړیزو استوګنیزو ودانیو لپاره ځانګړې شوې او اټکل کېږي چې د سلګونو کورنیو لپاره د معیاري استوګنې زمینه برابره کړي.

د سپینو ساحو لپاره ښاري مطالعات د کابل ښار د منظمې پراختیا، د نفوسي فشار د کمولو او د دوامدار ښاري ژوند د رامنځته کولو لپاره یو مهم بنسټ بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار له روانې پروژې څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۹
Background image

د خوست ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز د نوې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

1447/07/25

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د نظارت او مراقبت د انجینري ټیم له لوري، د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د درملنې د نوي جوړیدونکي تعمیر څخه ساحوي نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۳
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د افغان پوست ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت