د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې له ښاري سرغړونو څخه څارنه او عامه پوهاوی ترسره شو
۱۴۴۷/۰۸/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار پنځمې ناحیې، کمپنۍ سړک، له سرغړونو څخه ساحوي څارنه او عامه پوهاوی ترسره کړ.
د یادې څارنې موخه د هغو لاس پلورونکو او نورو کسبهکارانو عامه پوهاوی و، چې د سړک له حریم او پلېلارو څخه په ناقانونه توګه استفاده کوي او د سړکونو او پلې لارو په اوږدو کې یې فعالیتونه رامنځته کړي دي.
د ترسره شوې څارنې پر مهال اړوندو کسانو ته په رسمي ډول خبر ورکړل شو، چې ټاکلې مهلت کې باید پلېلارې او سړکونه تخلیه کړي او د خپلو فعالیتونو د انتقال او بدیلو ځایونو د موندلو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، همداراز ټینګار وشو، چې د ټاکلې مودې له پای ته رسېدو وروسته به د سرغړونکو هېڅ ډول شکایت د منلو وړ نه وي.
د یاد اقدام موخه د پلېلارو او سړکونو ازادول، د ښاري ګڼه ګوڼې مخنیوی، د چاپېریال پاکوالي تأمین، د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا او د ښار جوړونې د قوانینو او مقرراتو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول دي.
دا څارنه د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست د رئیس د صریح هدایت له مخې ترسره شوه، تر څو د ښاري نظم ټینګښت، د ساختماني او ښاري سرغړونو مخنیوی او د ښار جوړونې د اصولو عملي کېدل په جدي ډول تضمین شي.
