د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د ودانۍ د څارنې لارښود ترتیب شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۱۴
معینیت

۱۴۴۷/۰۶/۲۳

د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د ودانۍ د څارنې کمیټې، چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل ‌زرین صابر کوله خپل لارښود ترتیب او بشپړ کړ.

یاده کمیټه چې پکې د مسکن د معینیت څو عمومي رئیسان، د اطلاعاتو او کلتور، عدلیه، کورنیو چارو، اقتصاد او د عامې روغتیا وزارتونو، د عمومی ادارو رئیسانو او د استخباراتو ریاست استازي هم شامل وو، څو غونډې ترسره کړې او د ټولو نظریاتو او وړاندیزونو د راټولولو وروسته، لارښود یې په «۸ فصلونو او ۴۸ مادو» کې نهايي کړ.

په وروستۍ غونډه کې، چې د مسکن د محترم مرستیال په مشرۍ ترسره شوه، په دې ټینګار وشو چې د اسلامي امارت د محترم ریاسة الوزرا د حکم د تطبیق په اساس، یاد لارښود د کمیټې د غړو د لاسلیک وروسته د تائید لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته واستول شي.

په لارښود کې د څارنې څرنګوالی شامل دی او ټولې اړوندې برخې لکه مالي، تخنیکي، چاپیریالي، حقوقي، طرح او ډیزاین، او همدارنګه د روغتون د جوړیدو وروسته د استفادې څرنګوالی پکې په پام کې نیول شوی دی.

یاده روغتون به په یوولس جریبه ځمکه کې د کابل د نوي ښار په محدوده کې جوړ شي، چې اوس مهال د ودانۍ د ساحې د احاطې چارې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د دې نه مخکې د محترم رئیس الوزرا په حکم، یوه کمیټه د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ جوړه شوې وه او پکې د اطلاعاتو او کلتور، عدلیه، کورنیو چارو، اقتصاد او د عامې روغتیا وزارتونه، د عمومی ادارو رئیسانو او د استخباراتو ریاست استازي هم شامل وو،ترڅو د عطا خیریه بنسټ د سرطان ناروغانو روغتون د ودانۍ ټول مالي، تخنیکي او چاپیریالي برخې څارنه، ارزونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۱:۱۲
Background image

په میمنه ښار کې د ښاروالۍ د الحاقیې ودانۍ د اعمار له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، د دې ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنه ښار د ښاروالۍ ریاست د الحاقیې ودانۍ د اعمار له روانو چارو څخه ساحوي نظارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت