د کابل ولایت خاک جبار ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان تر بشپړېدو وروسته تائید او لاسلیک شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۴۱
خاک جبار ولسوالۍ

۱۴۴۷/۱۲/۳

مهاجرینو ته د هر اړخیزو خدماتو وړاندې کولو او دایمي مېشتېدنې په پار د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې لا ګړندۍ کړي او د پارختیا په حال کې دي.

تازه؛ د یاد وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د راستنېدونکو مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او باعزته ژوند په موخه د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د یاد وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د دغه ښارګوټي د تفصیلي پلان د تائید پر مهال وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د سرپناه، اساسي خدماتو او مناسب ژوند زمینه برابره کړي، څو هغوی وکولای شي په خوندي او معیاري چاپېریال کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

په دې ښارګوټي کې ټولې (۴۶۵۲) څلور زره، شپږ سوه او دوه پنځوس استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي، چې د اړمنو او راستنو شوو مهاجرو کورنیو لپاره به په منظم او شفاف ډول ووېشل شي.

همداراز د ښارګوټي په تفصیلي پلان کې د استوګنې تر څنګ د ژوند ټولو مهمو برخو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې د سړکونو معیاري شبکه، جوماتونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، سوداګریز مارکیټونه، شنې ساحې، د پاکو اوبو رسولو سیستم، برېښنا، عامه تأسیسات او نور بنسټیز خدمات د پلان اساسي برخې جوړوي، څو اوسېدونکو ته یو مناسب، منظم او باکیفیته ښاري چاپېریال برابر شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته ښارګوټو د طرحې او جوړولو لړۍ دوام لري او هڅه کېږي، څو راستنېدونکي هېوادوال د عزت، ثبات او هوساینې له شرایطو برخمن شي، چې ورسره به د سیمې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې اغېزمن ګامونه پورته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

په پنجشیر ولایت کې د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۵۸
Background image

د تاریخي ابداتو او لرغونو سیمو د تثبیت په موخه زنده‌جان او غوریان ولسوالیو ته سفر ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د پخوانیو ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري د هرات ولایت د زنده‌جان او غوریان ولسوالیو ته د تاریخي آبداتو او لرغونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۲۶
Background image

په بغلان ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو د اتحاد (صلح) ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د خواجه الوان دښتې په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت