د ښار جوړولو او ځمکو وزیر د وردګ ولایت سیمه‌ییز پراختیا پلان منظور کړ

Nasiri_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۰:۳۶
میدان وردک

د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم محمود کرزي د وردګ والي ښاغلي عبدالرحمن طارق، د ولایتي شورا رئیس ښاغلي محمد طاهري او د دې ولایت بېلابېلو ادارو رئیسانو په ګډون، د وردګ ولایت سیمه‌ییز پراختیا پلان منظور کړ.

په پیل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزیر د ورګ ولایت پراختیا سیمه‌ییز پلان جوړول، د دې ولایت د منظمې پرمختیا په برخه کې کوټلی او حیاتي ګام وباله او زیاته یې کړه چې دا پلان به په دې ولایت کې پرمختیايي او ټولګټو پروژو پلي کېدو او د خلکو په ژوند کې اسانتیا رامنځ‌ته کېدو تر څنګ اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره کړي.

وروسته د وردګ والي د دې پلان منظورول د وردګ ولایت د پرمختیا لپاره مهم ګام وباله او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزې پاملرنې او همکارۍ څخه یې مننه او ستاینه وکړه.

د یادولو ده چې سیمه‌ییز پلانونه د ښارونو او لرې پرتو سیمو تر منځ د متوازنې پرمختیا، اقتصادي ودې، په سیمه کې د بېلابېلو بنسټونو پرمختیايي فعالیتونو انسجام، د بې‌وزلۍ کموالي، د خوندي چاپېریال جوړولو او رامنځ‌ته کولو او د خلکو د ژوند کچې لوړولو په موخه جوړېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۲۱
Background image

د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا د څانګې د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا د څانګې د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د کابل ښار د دولسمې ناحیې په احمدشاه بابا سیمه کې د شنو ساحو وضعیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۵/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې په خیرخانه کې د ودانیو د تراکم او ځمکې د پوښښ کچه وڅېړل شوه

۱۴۴۸/۵/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيمونود خپلو دوامداره څارنو په لړ کې، د کابل ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت