د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ۴۷ عرادې موټر ترمیم او بیا ځلې فعال شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۱۴:۵۱
IMAGE

۱۴۰۱/۰۱/۰۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین د تېرې پنجشنبې ورځ د یاد وزارت د خراب شوو موټرو د ترمیم او بیا جوړولو سپارښتنه کړې وه چې دا دی په درې ورځو کې ۴۷ عرادې موټر جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

له تحول وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو شمېر موټر قسماً خراب او له کاره لوېدلي وو، چې د رهبرۍ له پرېکړې سره سم ټول بیرته ورغول شول.

ښاغلي حافظ محمد امین له ترمیم او بیا جوړ شوو موټرو څخه لیدنه وکړه او د اړوندې ادارې له کارکوونکو او مسؤلینو یې مننه وکړه چې چارې یې په چټکې پر مخ روانې کړې دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري هڅې پیل کړي چې ټولې شته ستونزې ګام په ګام او چټکۍ حل شي، تر څو د وزارت چارې پر وخت او له هر نوع خنډ پرته ترسره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS