د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له یو شمېر هېوادوالو سره وکتل او د ښاري نظم او دسپلین په اړه یې سره خبرې وکړې

it_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۱۵:۳۱
visist-people1

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني له بیلا بیلو ولایتونو څخه راغلو هېوادوالو سره وکتل، د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې یې واورې  او په ځینو برخو کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

په دغه ناسته کې ښاغلي وزیر پر هېوادپالنه او له اسلامي امارت سره د خلکو په ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ او دا چې څنګه کېدای شي ښاري چارې لا منظمې او چټکې شي.

راغلو هېوادوالو له وزیر حمد الله نعماني سره په خبرو کې د هېواد په کچه د پنځه لویو ښارونو د ځینو چارو په اړه خبرې وکړې.

دغه هېوادوالو چوتوالی وښود چې د لویو ښارونو په ترتیب او تنظیم، ترافیکي ګڼې ګوڼې، کنالیزاسیون، شنو ساحو او ځینو نورو برخو کې کولی شي خپلې مشورې او نظریات د وزارت له مسؤلینو سره شریک کړي ترڅو وکولی شي ښاري معیارونه برابر شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني سره په لیدنه کې دغه شمېر هېوادوالو یادونه وکړه چې غواړي خپل هېواد ته کار وکړي، ځکه په وینا یې د عمر ډیره برخه انرژي یې د نورو هېوادونو په خدمت کې تېره کړې، خو دا چې اوس هېواد خپلواک او ازاد شو نو له دې وروسته غواړي خپل هېواد ته راستانه او دلته خدمات وکړي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي نعماني د یادو هېوادوالو له نیک نیت او احساساتو مننه او ستاینه وکړه او تینګار یې وکړ چې دوی غواړي د هېواد په کچه ښارونه د سیمې او نړۍ په معیارونو برابر شي.

راغلو هېوادوالو ته په خطاب کې ښاغلي مولوي حمدالله نعماني وویل، چې د ښارونو پرمختګ، پراختیا او تنظیم لپاره دې یو پرزنټېشن برابر شي او پر هغه لارو چارو دې غور وشي چې څنګه کېدای شي ښارونه معیاري شي.

ټینګار پر دې وشو چې باید له فرصتونو ګټه پورته شي او د هېواد بیارغونې او ابادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي ګامونه پورته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت