د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د قالین اوبدونکو رهایشي او صنعتي ښارګوټو پروژو فعالیتونه وڅېړل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۹
IM

۱۴۰۰/۱۲/۲۵

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د قالین اوبدونکو رهایشي او صنعتي ښارګوټي پروژې له مسؤلینو سره وکتل او د یادو ښارګوټو فعالیت یې وڅېړه.

لومړی د قالین اوبدونکو رهایشي او صنعتي ښارګوټو پروژو مسؤلینو د یاد ښارګوټو د ایجاد موخې بیان کړې چې په جوړېدو سره به یې د قالینو صنعت او سوداګري وده ومومي، خلکو ته به د کار کولو زمینه برابره شي، د فقر او بې وزلۍ کچه به کمه شي، د صنعتي فعالیتونو لپاره به مناسبه زمینه برابره شي، داخلي صنعت به وده وکړي او دغه راز به خصوصي سکتور ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او له دولتي بکر ځمکو د سالمې اغیزې او ګټې اخیستنې لپاره به زمینه برابره شي.

د یادو ښار ګوټو مسؤلینو په دې برخه کې د لاسته راوړنو، کاري پرمختګونو او د کابل شکردرې ولسوالۍ ، ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ ، د بلخ ولایت په حیرتان دوراهي او د کندز ولایت په عشقلان دښته کې د قالین اوبدونکو ښارګوټو د شته ستونزو په اړه وزیر صاحب ته معلومات ورکړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني د ورته ښارګوټو جوړول د هېواد په باثباته اقتصادي او ټولنیزې ودې او د سالم چاپیریال په رامنځته کولو کې مهم او اغېزناک وبلل او د یادو پروژو مسؤلینو ته یې د ښارګوتو په لا چټک فعالیت او پرمختګونو برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت