د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په دغه وزارت کې څو نهاله ونې کېنولې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۱۶:۸
cdvasx

۱۴۴۳/۰۸/۲۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د ونو کېنولو په پروګرام کې ونډه واخیسته او د زرغون چاپېریال رامنځته کولو په موخه یې د وزارت په ودانۍ کې څو نهاله ونې کېنولې.

ښاغلي مولوي حمد الله نعماني هیله څرګنده کړه چې نور هېوادوال به هم د ونو او نیالګیو په کېنولو کې ونډه واخلي او د هېواد زرغونتیا په موخه او له هغې څخه د څارنې او پالنې لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سکتوري بنسټ په توګه د چاپېریال سالم ساتلو په موخه سرسبزي او زرغونتیا په خپلو ټولو پروژو کې په پام کې نیولې ده.

او هڅې کوي چې یو زرغون، ښېرازه او پرمختللی هېواد رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت