د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د غور له والي سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۳۴
sagdf

۱۴۴۳/۱۰/۲۱

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غور له والي ښاغلي مولوي احمد شاه دین دوست او مل هیئت سره وکتل او د غور ولایت د ښاري پلان او ښاري ستونزو پر حل یې خبرې وکړې.

لومړی د غور محترم والي مولوي احمد شاه دین دوست د یاد ولایت د ښاري وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل، د خلکو ښاري ستونزې او ننګونې یې په ګوته کړې او په ټوله کې یې غوښتنه وکړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت دې ورسره د ښاري پراختیا او ښاري پلان په تطبیق کې همکاري وکړي، تر څو پّ دغه برخو کې شته ستونزې حل شي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني یادونه وکړه چې وزارت به یې د غور ولایت د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په کتو د ښاري وضعیت په ښه کېدو او د غور ښار پراختیا برخه کې مهم رول ولوبوي چې د خلکو ستونزې به ورسره راکمې شي.

ښاغلي وزیر مولوي حمد الله نعماني زیاته کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې پیل کړي چې څنګه کولی شي د ټول هېواد په کچه د هېوادوالو ښاري ستونزې ختمې او د وخت سره سم په معیارونو برابر ښارونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت