د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د صنعتي ښارګوټو په تړاو له صنعت کارانو سره ناسته وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۱۶:۴۶
dfjgfrjn

۱۴۴۳/۱۰/۲۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د پلازمېنې د پراختیا زون مرستیال ښاغلي قاري روح الله د وزارت د نورو مسلکي او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې په کابل کې د صنعت کارانو ټولنې مشر ښاغلي عبدالجبار صافي او مل هیئت سره وکتل.

په دغه ناسته کې لومړی صنعت کارانو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او په دغه برخه کې یې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

صنعت کاران وایي، که صنعت منظم شي له امله به یې د کابل اقتصادي وضعیت هم تر یو بریده منظم شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمدالله نعماني راغلو صنعت کارانو ته په خطاب کې د باریک اب کرنیز او اقتصادي زون، کابل سروبي صنعتي ساحه، میدان ښار صنعتي ساحه د لوګر ولایت د محمد اغه ولسوالۍ صنعتي ښارګوټی او نورو برخو کې د صنعتي ښارګوټو او ساحو په اړه معلومات ورکړل او له صنعت کارانو یې غوښتنه وکړه چې یادو سیمو ته د پانګونې په موخه ورشي چې ملاتړ به یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کوي.

باریک اب اقتصادي زون کې د برېښنا، اوبو، داخلي سړکونو، فاضله اوبو او نورو برخو چارې سل په سلو کې بشپړې شوې او پانګونې ته چمتو او هېڅ ستونزه نه لري.

په ټوله کې لومړنۍ هوکړه داسې وشوه چې صنعت کاران به د سروبي صنعتي ساحې ته ورځي له نږدې به یې کورې ارزونه به یې کوي او له هوکړې وروسته به پانګونه کوي.

د سروبي صنعتي سیمې نورې ګټې دا دي چې یاده سیمه کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان او کاپیسا ولایتونو ته نږدې ده، برېښنا، اوبه او نورې اسانتیاوې یې برابرې دي، چې د سروبي، تګاب نجراب او ختیځو ولایتونو خلکو ته به د کار کولو زمینه هم برابره شي او په کابل کې به صنعتي ګڼه ګوڼه کمه او ورسره به تر یو بریده چاپېریال هم پاک او هوا صافه شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۴
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د عربي پانګوال شرکت سره خبرې وشوې

۲۸/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو او د اړوندو ریاستونو استازو د نوي کابل ښار د بیارغونې او پراختیا په موخه د تمکین په نوم د یو عربي پانګوال شرکت له مشر صالح الدریبي او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې مسجدونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸

د پکتیکا لایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښرنې ښار په درې نوو جوړېدونکو مسجدونو (د دویمې حوزې جومات،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۳۰
Background image

فاریاب کې د  سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقاروایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د پنځه‌ پوړیزه. . .

BACK TO NEWS