د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ستانکزي ښارګوټي له یو شمېر اوسېدونکو سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۶:۱۹
picture

20/02/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ستانکزي استوګنیز ښارګوټي له یو شمېر اوسېدونکو سره وکتل او د هغوی د ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د ستانکزي د ښارګوټي اوسېدونکو د ياد ښارګوټي د اوسني وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د نوموړي ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې يې د دې وزارت له سرپرست سره شريکې کړې.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د ستانکزي ښارګوټي د اوسیدونکو د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه هغوی ته لازمې مشورې او د حل لارې په ګوته کړې، چې په عملي کولو سره به یې شته ستونزې حل شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وویل، لومړی باید دا معلومه شي چې د ستانکزي ښارګوټي پلان د کومې ادارې له خوا ویزه شوی، چې په وینا یې که د نوموړي ښارګوټي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا ویزه شوی وي، د هغوی ستونزې به په وخت سره حل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

په فراه ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش ملي پروسې پنځمه همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

 د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په تالار کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش ملي پروسې پنځمه همغږۍ ناسته د یاد ریاست رئیس الحاج مولوي نصرالله استقلال په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د ترانسپورت او ښاري پراختيا په برخه کې د لا شفافيت، اغېزمنتیا او معیار رامنځته کولو په موخه، د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود د هدایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

په کندهار کې د امارتي هوټلونو لپاره ځمکه مشخص شو

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم لخوا د امارتي هوټلونو، رستورانتونو اومیلسمتونونو لپاره په. . .

BACK TO NEWS